(PS)سیاست(PS)خبرونهTOP(PS)

مولوي عبدالکبیر: د پنجشېر اوسېدونکو لپاره د آسانتياوو برابرول، د دولتي خدمتونو وړاندې کول او ستونزو راکمول د اسلامي امارت مسووليت دی

کابل، د غبرګولي ٧مه، باختر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر نن د پنجشېر جهادي مدرسې مهتمم مولوي مسیح الله او د دې مدرسې یو شمېر استادانو او دیني عالمانو سره وکتل.
د ارګ له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه یادو علماوو وویل، پنجشېر کې ځایي خلک د اسلامي امارت په واکمنېدو خوښ دي او دلته د ځينو تشويشونو په اړه تبليغات د يو شمېر مغرضو کړيو کار دی‌.
هغوی زیاته کړه، هغه کسان چې له بهره د اسلامي امارت خلاف يا هم د پنجشېر د وضعیت په اړه ناوړه تبلیغات کوي، په ولس کې ځای نه لري او نور يې خلک په ناسمو تبلیغاتو باور نه کوي.
یادو علماوو دغه راز د پنجشېر یو شمېر ستونزې هم د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال او کفیل سره شریکې کړې.
ورته مهال د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر وویل، چې پنجشېر د نورو ولایتونو په څېر د افغانستان یو ښکلی او زړه راښکوونکی ولایت دی، چې د اوسېدونکو لپاره یې د سهولتونو برابرول، د دولتي خدمتونو وړاندې کول او د ستونزو راکمول د اسلامي امارت مسووليت دی.
نوموړي د خپلو خبرو پای کې پنجشېر کې د جهادي مدرسې پر فعاليت خوښي وښوده او زیاته يې کړه، د پنجشیر د اوسېدونکو د ستونزو د حل لپاره به اړوندو ادارو ته لازمې لارښوونې وکړي.
لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا