
۵–کابل، د غوایي ٢٨مه، باختر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست مولوي خلیل الرحمن حقاني سره وکتل.
د ریاست الوزرا مطبوعاتي دفتر له لوري په یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په بهرنیو هېوادونو کې د افغان کډوالو، د حج د ونډې او هغوی ته د آسانتیاوو چمتو کولو په برخه کې معلومات ورکړل.
مولوي خلیل الرحمن حقاني وویل، چې د حج ادا کوونکو افغان کډوالو ته په مکه معظمه او مدینه منوره کې د غوره استوګنځي ترڅنګ د استادانو بشپړې تابیاوې هم نیول شوې دي.
حقاني زیاته کړه، دغه وزارت پلان لري څو په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو حالت له نږدې و ارزوي.
نوموړي وویل، چې هېواد ته د کډوالو د راستنېدو کچه زیاته شوې او په سرحدي سیمو کې راستنېدونکو هېوادوالو ته لازم امکانات هم ورکول کېږي.
ورته مهال مولوي عبدالکبیر د کډالو او بېرته راستنېدونکو چارو له سرپرست څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې لا هم په ګاونډیو هېوادونو کې ګڼ افغان کډوال ژوند کوي او اړتیا ده چې د هغوی د دایمي ستونزو د حل لپاره د نړیوالو ادارو په مرسته اغېزناک اقدامات وشي.
نوموړي زياته کړه، حج ته د افغان کډوالو په استولو کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت هڅې مهمې دي.
مولوی عبدالکبیر له ټولو افغانانو څخه وغوښتل، چې خپل هېواد ته را وګرځي او دلته د عزت ژوند غوره کړي.
ورته مهال مولوي عبدالکبیر د شیخ زاید پوهنتون سرپرست رییس شیخ محمد یعقوب نیازي او د یاد پوهنتون له یو شمېر استادانو سره په کتنه د شیخ زاید پوهنتون د علمي کچې لوړېدل او د بنسټیزو چارو ترسره کول اړین وبلل او ویې ویل، چې د پوهنتونونو اهمیت ته په کتلو به په ټول هېواد کې د پوهنتونونو او علمي مرکزونو پياوړتیا ته پاملرنه ډېره شي.
نوموړي وویل، اړتیا ده چې د پوهنتونونو او علمي بنسټونو چارې له اوسنیو نړیوالو منل شویو غوښتنو سره سمې برابرې شې.
په دې کتنه کې د شیخ زاید پوهنتون سرپرست رییس د پوهنتون پراختیايي پلان چې موخه یې د پوهنتون د علمي کچې لوړېدل دي له نوموړي سره شریک کړ هغه وویل، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، د مرستندویه بنسټونو په همکارۍ په یاد پوهنتون کې پام وړ مثبت بدلونونه راغلي دي.
افغانمل