امنیت

له ورانکارو ډلو سره د مبارزې لپاره د خوست پوليسو امنيتي تدبيرونه نيولي دي

کابل /دليندې ٢٢مه/باختر
د خوست پوليسو له ورانکارو ډلو سره د مبارزې لپاره نوې طرحه ترلاس لاندې نيولې ده .
امنيتي ځواکونه د ښارپه ګوټ ګوټ کې د کزمې په کولو اود پلټنې د پوستو په جوړولوسره د موټروله ښيښو څخه د فلمونو په پاکولو اود وسلو په راټولولو بوخت دي.
د خوست د پوليسو مسوول مولوي محمود شاه قانت باختراژانس ته وويل چې له دې وروسته يوازې د حکومتي مسوولينوموټرونه کولاى شي تورې ښيښې ولري.
هغه وويل: په وروستيو دريو ورځوکې په دې بريالي شوي دي چې له لسګونوموټرو له ښيښې، تورفلمونه پاک کړي اوله غيرمسوولو وسله والوکسانو څخه يوشمېروسلې رآټولې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د خوست خلک د غلاو، شوکمارى اود انسان تښټونې د زياتوالي خبره کوي.
د خوست د پوليسو مسوول وايي چې څو ورانکارې ډلې يې دړې وړې کړي دي اوله دغوډلو سره مبارزه دوام لري..
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته