(PS)سیاست(PS)خبرونهTOP(PS)

مولوي عبدالکبیر: ټول باید د کابل ښار د رغونې، پراختیا او د عصري اسانتیاوو په برابرولو کې ونډه واخلي

کابل، د وږي ۸مه، باختر

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون د کابل ښاروالۍ له سرپرست او مرستیال مولوي عصمت الله عاصم سره په کتنه کې وویل چې ټول باید د کابل ښار د رغونې، پراختیا او د عصري اسانتیاوو په برابرولو کې ونډه واخلي.

د کابل ښاروالۍ مرستیال د خپلو فعالیتونو، لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته مالومات ورکړل.

عاصم زیاته کړه، چې کابل ښاروالۍ د مسوولې ادارې په توګه د عامه تاسیساتو او ښاري نظم په ابادۍ او سمسورتيا کې د پام وړ هڅې کړي او په دې برخو کې ډېر نور پروګرامونه هم لري.

نوموړي همدارنګه وویل چې کابل ښاروالۍ د ښاري ښکلا او سمسورتيا په موخه د ښار د ټولو عمومي او فرعي واټونو، څلور لارو او پلې لارو پر بیارغولو بوخته ده.

په ورته وخت کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دغه کتنه کې وویل چې د افغانستان د آبادۍ او سمسورتیا لپاره باید ټول افغانان مټې راونغاړي، خو کابل ښاروالي باید د دې لپاره زیاتې هڅې وکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې کابل باید معیاري او اباد ښار وي، دا چاره یوازې په کابل ښاروالۍ نه، بلکې په نورو ټولو مسوولو ادارو او کابل ښاریانو پورې هم اړه لري.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا