روغتیا

په جنوب زون کې يومليون تنه ماشومان واکسين کېږي

کابل  باختردسلواغې دمياشتې  ٢٣ :
دهيواد دجنوب په ولايتونو کې دپوليسو دواکسين دتظبيق پروګرام نن پيل شو.
دقندهار ولايت دعامې روغتيا رييس  ډاکتر عبدالقيوم پخلا باختراژانس ته وويل  په قندهارولايت کې  دپوليو دواکسين دتطبيق دپسرلني پروګرام  لومړۍ دوره پيل شوه.
عبدالقيوم پخلا زياته کړه په دې پروګرام کې به دقندهار دماشومانو په ګډون په جنوب کې به له پنځه کلني څخه ښکته يو مليونو درې سوه زره تنه ماشومان واکسين شي .
ده څرگنده کړه  چې دغه پروګرام په داسې حال کې په  جنوب زون کې تطبقيږي چې تيرکال ددغه زون په ساحو کې دپوليو ديرش مثبتي پيښې ثبتي شوي دي.
ډاکتر پخلا  له ديني عالمانو او قومي مشرانو څخه وغوښتل چې  کورنۍ دې ته وهڅوي  چې  خپل ماشومان دواکسين په مقصد نږدي سيمي ته بوځي .
دغه پروګرام به درې ورځې دوام وکړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته