(PS)خبرونه(PS)سیاستTOP(PS)

مولوي عبدالکبیر: په افغانستان کې لویې ننګونې هوارې شوې او د شته ستونزو لپاره هم کار روان دی

کابل، د غبرګولي ۴مه، باختر

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر پرون په کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره وکتل.

وانګ یو په یاده کتنه کې په افغانستان کې د امنیت پر ټېنګښت د خوښۍ په څرګندولو سره وویل چې چینايي چارواکي په افغانستان کې د سولې او دایمي ثبات غوښتونکي او په دې باوري دي، چې د سیمې او ګاونډيو هېوادونو ارامتیا د چین په ګډون د ټولې سیمې په ګټه دی.

نوموړي زیاته کړه، چې په اقتصادي برخه کې د کابل او بیجنګ ګډې همکارۍ او هڅې دواړه لوري ښو پایلو ته رسولی شي.

د چين سفیر همدارنګه وویل چې د کابل او چین ترمنځ د مستقیمو الوتنو پیل د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو ښکارندوی دی.

په ورته وخت کې د ریاست الوزار سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر د چین او افغانستان د اړیکو مخینې ته په اشارې سره وویل چې افغانانو تل د چین په ګډون له ټولو ګاونډیو سره ښې اړیکې پاللې دي او اسلامي امارت ژمن دی چې افغان خاوره به د هیچا پر ضد ونه کارول شي.

نوموړي همدارنګه افغان سوداګرو ته د چین له لوري د اسانتیاوو برابرولو له امله مننه وکړه او ویې ویل چې اسلامي امارت چینايي پانګوالو ته د هغوی د امنیت په ګډون ټولې اسانتیاوې رامنځته کوي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ډاډ ورکړ، چې په افغانستان کې لویې ننګونې هوارې شوي او د شته ستونزو لپاره هم کار روان دی.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان لپاره د چین سفير تر دې وړاندې د کورنیو چارو او لوړو زده کړو وزارتونو له سرپرستانو سره هم کتلي وو.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا