خبرونهفرهنګTOP

مولوي عتيق الله عزیزي: راتلونکی کال به د منظم پلان له مخې تاریخي سیمې ورغول شي

کابل، د کب ۲۴مه، باختر
اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي پکتیکا ته د سفر په ترڅ کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د دې ولایت له شاعرانو، لیکوالانو او فرهنګپالانو سره وکتل.
د يادې کتنې په پیل کې د پکتیکا د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هنر او فرهنګ آمر قاري محمد حسن فرقاني مولوي عتیق الله عزیزي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، په دغه ولایت کې د ثبت شويو تاریخي او سیاحتي سیمو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او غوښتنه یې وکړه، چې په پکتیکا کې د فرهنګي چارو تر څنګ تاریخي او سیاحتي سیمو رغونې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ چارو مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي وویل، چې اسلامي امارت ژمن دی، څو د هېواد د اقتصاد، صنعت، تجارت، پراختیایي او نورو چارو تر څنګ په فرهنګي، تاریخي او نشراتي برخو کې هم د پام وړ کړنې ترسره کړي.
نوموړي وویل، چې د تاریخي آبداتو د رغونې او د سیاحتي سیمو د جوړولو لپاره به د منظم او ځانګړې پلان له مخې مخته ځي او په دې برخو کې به د نوي کال په راتلو د پام وړ کړنې ترسره کړي.
هغه دغه راز زیاته کړه، چې چاته به د تاریخي سیمو د غیر قانوني کېندنې اجازه ور نه کړي او قاچاق کوونکي به یې د قانون منګلو ته سپاري، څو له ټولو اړخونو په ځان بسیا او غني هېواد همدغسې غني او پر ځان بسیا وساتل شي.
عزیزي په پکتیکاوالو ځوانانو غږ وکړ، چې د تاریخي فرهنګي او نورو ارزښتونو د ساتنې او د پردیو بدو کلتورونو د مخنیوي په موخه دې له ولایتي ادارې سره په بشپړ ډول همکاري وکړي، څو خپل دروند کلتور دود او د پردیو ناوړه کلتورونو کلک مخنیوی وشي.
لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا