خبرونهفرهنګTOP

مولوي عتیق الله عزیزي: اسلامي امارت د هېواد د لرغونو آثارو او تاریخي آبداتو ساتنې ته ژمن دی

کابل، د لړم ۴ مه، باختر

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي نن په کابل کې د جاپان له سفیر سره په کتنه کې په فرهنګي برخه کې په تېره بیا د فرهنګې میراثونو پر ساتنې د همکاریو غوښتنه وکړه.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې چې په ملي موزیم کې جوړه شوې وه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین د افغانستان له خلکو سره په ځانګړي ډول په فرهنګي برخه کې د جاپان د همکاریو قدرداني وکړه او د بېلګې په توګه یې په افغانستان کې د ډاکټر تیتسونا کامورا چې د اوبو او کرنې د مدیریت په برخه کې کار کړی و، یادونه وکړه.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنرمعین د افغانستان د فرهنګي ميراثونو او تاريخي ابداتو د ساتنې په لاره کې د اسلامي امارت د مشرتابه او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پاملرنې يادونه وکړه او ويې ويل چې دغه خاوره د فرهنګي ميراثونو او تاريخي آبداتو د مختلفو تاریخي تمدونونو څخه بډایه ده.

هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت په بریا او په ټول هېواد کې د امنیت په ټینګښت سره په بېلابېلو برخو کې په ځانګړي ډول د تاریخي ځایونو او لرغونو آثارو بیا رغونه کې د کار زمینه برابره شوې ده.

هغه د جاپان له سفیر څخه وغوښتل چې د افغانستان په فرهنګي برخه کې د دغه هېواد د نیمه کاره  پروژو په بشپړولو، د فرهنګي میراثونو د ساتنې، د ملي موزیم د مسلکي کارکوونکو د روزنې او د فرهنګي اړیکو د پراختیا په برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره زیاته همکاري وکړي.

وروسته  په کابل کې د جاپان سفیر په خپلو خبرو کې وویل: موږ په دې پوهېږو چې افغانستان ته په څه باندې ۴۰ جګړو کې زیانونه اوښتي، موږ له افغانستان سره مرستو ته چمتو یو.

هغه زیاته کړه، ملي موزیم د افغانستان او خلکو د لرغوني تاریخ او هویت ښکارندوی دی او څنګه چې جاپان په تېرو وختونو کې له دغه هېواد سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړي، له دې وروسته هم  په نورو برخو کې په ځانګړي ډول د تاریخي آثارو د ساتنې په برخه کې همکاري کوي.

دغه راز د جاپان سفير د ملي موزيم د بېلابېلو دورو له آثارو څخه هم ليدنه وکړه

ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا