کابل باختردتلې دمياشتې٢٩نيټۀ
د ولسي جرګې انتخابات نن هم په مرکز او زياترو ولايتونوکې د راى ورکولو په مرکزونوکې د دويمې ورځې لپاره دوام لري.
د هېواد له يوشمېر ولايتونو څخه د باختر آژآنس د خبريالانو د خبرله مخې: په يوشمېر ولايتونوکې د ولسي جرګې د انتخاباتو بهير د راى ورکولو په ځينو مرکزونو کې په رسمي ډول پيل شوى او تر نن مازيګر پورې دوام مومي.
د تېرې ورځې د راى ورکولو بهير د فني او امنيتي ستونزو په دليل له سستۍ سره پرمخ لاړ او زياترو خلکو ونه کړاى شول خپلې راې وکاروي. که څه هم د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د پريکړې له مخې د راى ورکولو مرکزونه د پرون شپې تر اتو بجو پورې د راى ورکوونکو پرمخ پرانستي و، خو د انتخاباتو خپلواک کميسيون اعلام وکړ چې دغه بهير به د يکشنبې په ورځ هم دوام وکړي.
د را رسيدلو خبرونوله مخې، څه ناڅه دريو ميليونو تنو پرون خپلې رايې په صندوقونو کې وکارولې.
عبدالبديع صياد پرون په يوه خبري غونډه کې وويل چې د ولسي جرګې په انتخاباتوکې څه ناڅه اته اعشاريه اته ميليونو تنو نومونه ثبت کړي دي او متعقد دى چې په شرايطو برابرو زياترو کسانو خپلې راى کارولې دي.
پاى ذکرالله
1 1 دقیقه لوستل