خبرونهفرهنګTOP

مولوي عتیق الله عزیزي: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کابل ښار د تاریخي سیمو د بیارغونې هوډ لري

کابل، د تلې۱۷مه، باختر

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د کابل ښار د تاریخي ځایونو د ساتنې او بیا رغونې په تړاو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر له معین مولوي عتیق الله عزیزي سره وکتل.

کابل ښاروال په دغه کتنه کې  په یاد ښار کې د تاریخي او اسلامي ارزښتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې، د کابل ښاروالۍ په پلانونو کې د تاریخي ارزښتونو او میراثونو ساتنې او بیارغونې ته لومړیتوب ورکړل شوی دی.

هغه زیاته کړه چې، د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست چمتو دی، څو د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره د تاریخي میراثونو په بیارغونه او ساتنه کې همکاري وکړي.

ورپسې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي خبرې وکړې او ویې ویل، چې  یاد وزارت پلان لري څو د کابل ښار په کچه تاریخي سیمې بیا ورغوي.

د ناستې په پای کې پرېکړه وشوه چې د کابل ښاروالۍ او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ترمنځ به په دې برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک او وروسته به عملي ګامونه پورته شي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا