خبرونهفرهنګTOP

مولوي عتیق الله عزیزي: د مسو کان او لرغوني آثار د هېواد سترې ملي پانګې دي

کابل،د سلواغې ٣مه، باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي او هنري چارو معین مولوي عتيق الله عزیزي د اطلاعاتو او فرهنګ، کانونو او پټرولیم وزارت سره د همغږۍ په ناسته کې وویل، چې د مسو کان او لرغوني آثار دوه د هېواد سترې ملي پانګې دي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دغه ناسته کې د وزیرانو شورا اقتصادی کمېسیون استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ، کانونو او پټرولیم وزارتونو مسلکي کارمندانو او د ښار جوړونې وزارت د لرغونو ښارونو د ساتنې رئیس هم ګډون کړی وو.
په دغه ناسته کې د مس عینک لرغونو سیمو او آثارو په پار جوړه شوې طرحه شریګې او پرېکړه وشوه، چې د یادې طرحې د پلي کولو لپاره دې یوه کمېټه جوړه شي.
لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا