امنیت

په بغلان کې دطالبانو پوځي قرارګاه ددولتي ځواکونو ترکنترول لاندې ونيول شوه

کابل باختر د غبرګولي يو ويشتمه :
دبغلان ولايت په خوست  ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو دډلې  دقوماندان مولوي عباد الله پوځي قرارګاه  پرون ددولتي ځواکونو او دوګړنيو پاڅونونو دقوتونو ترکنترول لاندې ونيول شوه
  دخوست ولسوال خليل  رحيمي  باختراژانس ته وويل دبغلان ولايت دخوست ولسوالۍ په مربوطاتو کې له وسله والو طالبانو سره ددولتي ځواکونو او دوګړنيو پاڅونو دقوتونو ترمنځ نښته کې دمولوي عباد الله دوه تنه افراد ووژل شول او مولوي عباد الله له شپږو تنو افرادو سره يې ټپي شو او دطالبانو ددغې ډلې دمشر پوځي قرارګاه  ددولتي ځواکونو ترکنترول لاندې  ونيول شوه .
ده زياته کړه چې مولوي عباد الله له خپلو پاتې افرادو سره ددشتک فرازو په استقامت  دتيښتې لاره غوره کړه .
ده زياته کړه چې ددغې قرارګاه په نيول کيدو په دغه ځاى کې دامنيتي ځواکونو او دوګړنيو پاڅونونو دقوتونو په ځاى پرځاى کيدو سره په خوست ولسوالۍ امنيتي ګواښونه له منځه  لاړل  او ددغې ولسوالۍ اوسيدونکو ته دژوندانه شرايط برابر شول .
مولوي  عباد الله له څلورو کلونوراپديخوا په خوست ولسوالۍ کې  ددولت پرخلاف دورانکارو عملونوپه ترسره کولو بوخت و چې په پاى کې امنيتي ځواکونو دوګړنيو پاڅونونو دقوتونوپه همکارۍ  دى له ساحې څخه تيښتې ته اړ کړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته