(PS)خبرونه(PS)فرهنګTOP(PS)

مولوي عتیق الله عزیزي: په هېواد کې له ۱۵ زرو تر۲۰ زرو تاریخي آبدې شتون

لري
کابل، د وږي ۲۵ مه، باختر
د هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي
وايي، چې دا مهال په یاد وزارت کې ۵ زره تاریخي آبدې ثبت دي او تر ۲۰ زرو
نورې تاریخي آبدې شتون لري.
د باختر آژآنس آژآنس د خبر له مخې؛ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر
معین مولوي عتیق الله عزیزي هرات د خپل سفر په ترڅ کې ویلي چې په یاد وزارت
کې ۵ زره تاریخي آبدې ثبت دي او که چېرې دقیقه سروې وشي له ۱۵ زرو تر ۲۰
زرو تاریخي آبدې شتون لري، چې حکومتونه د ۴۰ کلونو جګړو له امله نه دي
توانېدلي په یاد وزارت کې یې ثبت کړي.
نوموړي وویل چې هرات، مزارشریف، بامیان، غزني ، کابل او کندهار زیاتې تاریخي
آبدې لري، چې په لسګونه یې له اسلام څخه د مخه تاریخ لري.
هغه زیاته کړه چې د تېرو ۴۰ کلونو جګړو په ترڅ کې ډېرې تاریخي آبدې سختې
زیانمنې شوي او بیا رغونې ته اړتیا لري.
مولوي عزیزي زیاته کړه، چې هر ولایت خپلې ځانګړې تاریخي آبدې لري او له
اسلام څخه مخکې په لسګونو تاریخي آبدې شتون لري.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا