
کابل، د وږي ۲۸مه، باختر
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د بلخ د کرنې ریاست له کارکوونکو سره په کتنه کې وویل، چې له بهرني اشغال او تجاوز څخه خلاص شوي یو، اوس د خوراکي توکو خوندیتوب ته اړتیا لرو.
مولوي عطاء الله عمري د کرنې او مالدارۍ پراختیا، اوبولګولو، د ځمکې او طبیعي سرچینو مدیریت په برخه کې یې د دغه وزارت مسوولیتونه تشرېح کړل او ويې ویل:«الحمدلله موږ له بهرني اشغال او تجاوز څخه خلاص شوي یو، اوس د خوراکي توکو خوندیتوب ته اړتیا لرو، د خوراکي توکو په برخه کې ځان بسیاینې ته رسېدل ستاسو د کرنې د کارګرانو مسوولیت دی او په دې برخه کې د مسئولیت احساس وکړئ، د خوراکي توکو واردولو په پار زموږ سوداګر د ګاونډیو هېوادونو د دروازو تر شا ګرځي او خلک هم بهرنیو خوراکي توکو ته اړ دي، راځئ چې له دې فقر او بې وزلۍ څخه د خلاصون هڅه وکړو، موږ باید په ګډه کار وکړو چې له دې مسلې څخه راووځو، موږ د ازادۍ او امنیت خوند وڅښل، باید د خوړو خوندیتوب خوند هم ترلاسه کړو او ۴۰ کلن ټپونو ته د مرهم نوې پټۍ کېږدو.»
مولوي عمري د کرنې سکټور د لومړیتوبونو د پېژندلو په موخه د یوې رسالې د جوړولو خبرې وکړې، چې خلکو ته د چوپړتیاوو وړاندې کولو څرنګوالی او د دې سکټور پرمختګ په کې شامل وي او د کرنې له کارکوونکو څخه یې وغوښتل، چې د هغې محتوا له خلکو سره شریکه کړي.
هغه زیاته کړه: «د ځمکو پېژندنه او تثبیت، د څارویو د نسل اصلاح، د ځمکې لاندې او سطحي اوبو مدیریت، د اصلاح شویو تخمونو وېش، کروندګرو او مالدارانو ته پوهاوی ورکول او له دوی سره مفاهمه، د ځنګلونو او ونو اصلاح، د ناروغیو او آفتونو کنټرول، څېړنه او ترویج، د څارویو روغتیا، د غلودانو، مېوو او سبو زیاتوالی او د ځمکې د ځانګړتياوو پېژندنه زموږ او ستاسو اصلي دنده ده او هېواد ستاسو په پلان، عزم، مديريت او نوښت سره جوړېږي او هغه بزګران چې ډېر کار کوي بايد ډېر حاصل تر لاسه کړي. زموږ او د بزګرانو ترمنځ د ښې مفاهمې په صورت کې، د بزګرانو او مالدارانو په حاصلاتو کې به مثبت بدلون راشي.»
په دې غونډه کې د بلخ ولايت د کرنې رییس مولوي شمس الدين خالد، د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس مولوي مصباح الدين مستعین، د وزارت د مقام سلاکار ميرويس خوګياڼی او د بلخ ولايت د کرنې رياست څه باندې ۲۰۰ کارکوونکو شتون درلود.