سیاستخبرونهTOP

د روسیې، امریکا، چین او پاکستان استازو په افغانستان کې امنیت او نورپرمختګونه وستايل

کابل / د لړم ۲۰ مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په مشرۍ پاکستان ته تللي پلاوي له پاکستاني چارواکو سره د ټرانزیټ، سوداګرۍ، بشري مرستو، بهرنیو هېوادونو ته د پاکستان له لارې د مالونو صادرولو، د هېوادوالو تګ راتګ کې پر اسانتیاوو او نورو برخو خبرې کړې دي او د ټرایکا غونډې له ګډونوالو سره یې هم خبرې کړې دي.
په ټرایکا غونډه کې د امریکا، چین، روسیې او پاکستان استازو په افغانستان کې امنیتي وضعیت او نور پرمختګونه ستایلي دي.
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي وايي چې د امریکا، روسیې، چین او پاکستان له استازو سره د افغانستان پر کنګل شویو پیسو، سیاست، بشري مرستو، اړیکو او نورو برخو خبرې شوې چې په راتلونکو ورځو کې به نورتفصیلي بحث هم پرې وشي.
د بهرنیو چارو وزیر زیاتوي: په پلان کې لري چې د پاکستان له صدرا اعظم او د بهرنیو چارو له وزیر سره هم په کتنو کې د سوداګرۍ پر ښه والي، د هېوادوالو پر ستونزو، د پاکستان د بندرونو له لارې بهرنیو هېوادونو ته د افغاني توکو صادرولو لپاره پر اسانتیاوو رامنځته کولو او نورو برخو خبرې وکړي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته