ټولنه

په سر پل ولايت کې نهه شپيته ټولګټې پروژې ګټې اخيستنې ته وړاندې شوې.

-کابلباختر د غبرګولي د مياشتې١٣
په سر پل ولايت کې نهه شپيته ټولګټې پروژې ګټې اخيستنې ته وړاندې شوې .
دروانې مياشتې په بهير کې نهه شپيته ټولګټې پروژې د سر پل ولايت د کليو د بيا جوړولو او پراختيا رياست د ملي پيوستون د پروګرام له لارې د سرپل ولايت په مرکز اواړوندو ولسواليو کې د استفادې وړ ګرځيدلې دي.
دسر پل ولايت دکليو د بيا جوړولو او پراختيا رييس احمد جاويد جاويد د باختر آژانس خبر يال ته وويل چې په دغو پروژو کې د سر پل ولايت مرکز او شپږګونو ولسواليو کې د ښوونځيو د ودانيو ، دانګړ دديوالونو ، دښوونځيو د مبرزونو ټولنيزو سالونونو ، د کرنيز و اوبو د ويش د بند ونو ، پلګوټو او دکليوالي سړکونو جوړول اوکريړ اچول او د څښاک د اوبو د څاګانو کيندل شامل دي .
جاويدزياته کړه چې دغه پروژې په ټوليزه توګه دکليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت له پر مختيايي بودجې او د سيمې د خلکو په سلو کې د لسو په ونډې سره د کابو سلومليونوافغانيو په لګښت جوړې شوې دي او دغه راز نهه څلويښت ټولګټې پروژې د ملي پيوستون د پروګرام له لارې ددغه ولايت په مرکز کې بشپړې شوې دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته