امنیت

د پکتیکا د ملي امنیت ځواکونو د وسلو ډيپو کشف کړه

ښرنه باختر د وږي د میاشتې ۸ مه
د پکتیکا ولایت د ملي امنیت ځواکونو په دغه ولايت کې د ملي امنیت له منسوبینو سره په ګډه  د ځانګړو عملیاتو پر مهال د وسلو یوه ډيپو کشف او په تړاو یې درې تنه ونيول.
د پکتیکاولايت د ملي امنيت د ریاست چارواکو باختر اژانس ته وویل چې، دغه درنې او سپکې وسلې یې د پکتیکا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ په قيمتي کلي چې ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پروت دی، د یو لړ عملیاتو پر مهال نیولې دي.
سرچینه وايي په دغووسلواو مهماتو کې دوه داشکې، د هاوان دوه څلویښت او دتوغندي څلويشت ماينونه، څلور توغندي ، يو هاوان ،دوسايطوضد پنځ ماينونه، يو ډاټسن موټر او ځینې نور مهمات شامل دي.
سرچینه زیاتوي چې په دغو وسایلو کې د نورو وسلو تر څنګ دوه عادي او یو هغه دوربین هم شامل دی چې د شپې پر مهال ترې ګټه اخستل کېږي. 
د دوی په خبره چې له دغو مهماتو سره د تړاو په تور نیول شویو کسانو په لومړنیو څېړنو کې اعتراف کړی چې دغه وسلې یې له ګاونډي هیواد پاکستان څخه له راوړلو وروسته په سیمه کې پر ځايي وسله والو ډلو پلورلې.
د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وايي چې د پکتیکا او پکتیا ولایتونو د ملي امنیت ځواکونو په ګډ همغږي دغه عملیات تر سره کړي، چې د دې وسلو په نیولو سره د لوی ناورین مخه ونیول شو ه. پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته