(PS)خبرونه(PS)ټولنهTOP(PS)

مولوي مطیع الحق خالص: د مرستو په وېش کې تبعيض نه کوو او د هېواد هر وګړي ته پرته له توپیره مرستې رسوو

کابل، د وږي ۱۶مه، باختر

په پنجشېر ولایت کې د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص له لوري په ټولنه کې د افغاني سرې میاشتې ولایتي ټولنې د غړو پرانیست غونډه د ټولنې، ولسي وګړو او د افغاني سرې میاشتې ترمنځه د اړیکو د پیاوړتیا په موخه ترسره شوه.

ناستې ته د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص ګډونوالو ته د وینا پر مهال د ښه راغلاست وروسته وويل: « موږ ټول يو ملت يو، د هېواد په هر ګوټ کې چې هر هېوادوال ته تکليف او درد ورسېږي موږ هم ورسره د تکليف او درد احساس کوو.»

نوموړي وويل، چې ولايتي ټولنو د رامنځته ګام مو ځکه واخيست ترڅو د ریښتينو اړمنو وګړو غږ واورو او د مرستې لاس وروغځوو.

مولوي مطیع الحق خالص د ولايتي ټولنو نويو اعضاو ته په خطاب کې وويل:« ستاسو همکارۍ ته پوره اړتيا ده، چې واقعي اړمن وګړي را په ګوته کړئ، د ولس غږ  تر مونږ را رسوئ او خپله ايماني او اخلاقي وجيبه ادا کړئ.»

هغه همدارنګه زیاته کړه، چې موږ د ولس ضرورتونه او ستونزې درک کوو او کوښښ کوو حل لارې ورته ولټوو.

مولوي خالص وویل، چې موږ د مرستو په وېش کې هېڅکله تبعيض نه کوو او د هېواد هر وګړي ته پرته له توپیر خپلې مرستې رسوو.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د افغاني سرې میاشتې له لوري د افغاني سرې میاشتې ولایتي ټولنې غړو پرانیست غونډې ترسره شوې وې.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا