
کابل، د وري ۱۵مه، باختر
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي ندا محمد نديم نن د خصوصي تحصیلي بنسټونو د اتحادیې له مسوولينو سره وکتل.
نديم د هېواد د ځوان نسل د ښوونې او روزنې په برخه کې د خصوصي تحصیلي بنسټونو هڅې او خدمتونه وستایل او ویې ویل چې د لوړو زده کړو وزارت هڅه کوي، چې د خصوصي تحصیلي بنسټونو د ښې ودې او پیاوړتیا لپاره زمینه برابره کړي.
د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې رئیس استاد شاکر وحیدي په دغه کتنه کې د دې ریاست د ارزونې د چک لسټونو څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې کړل.
په ياده ناسته کې د خصوصي تحصیلي بنسټونو د اتحادیې رئیس احمد طارق کمال د خصوصي تحصیلي بنسټونو په استازولۍ د یادو بنسټونو د ستونزو په اړه خبرې وکړې او خپل وړاندیزونه یې د لوړو زده کړو وزارت له مشرتابه سره شريک کړل.
د يادونې وړ ده، چې دلوړو زده کړو وزارت سرپرست د خصوصي تحصيلي بنسټونو مسولينو ته د ستونزو د حل او د همکاریو ډاډ ورکړ.
افغانمل