سیاست

دهيواد په قضايي نظام کې محسوس بدلونونه رامنځته شوي دي

٣٥ – کابل باختردليندي دمياشتې ٣٠ :

دسترې محکمې دعالي شورا غړي  اودعمومي جزا دعالي  ديوان  رييس قضاوتپوه بهاوالدين بها نن له غرمې وروسته  په کابل کې دبريتانيا سفارت  دقانون  دواکمني له سلاکاري  ډاکترې ميرمن سارابلين سره وکتل.

دباختر داطلاعاتي اژانس ته دسترې محکمې دخپرونورياست دمعلوماتوله مخې : په دې کتنه کې لومړي  دسترې محکمې دعالي شورا غړي بهاوالدين بها هغه مثبت  اود کتنې وړ بدلونونه  چې دافغانستان په قضايي نظام کې رامنځته شوي دي  بيان کړل  او دښه قضايي خدمت ددوام په برخه کې يې  دقضايه قوي  دامکاناتو اوفرصتونو يادونه وکړه  او  دنړيوالې ټولنې  دمرستو له امله يې  چې دظرفيت دلوړولو او ددغه ارګان داړوندو چارو د ښه پرمخ بيولو په خاطرترسره شوي دي   او دغه راز  دانګلستان هيواد څخه  چې په دې برخه کې يې زيات خدمتونه کړي دي مننه وکړ ه.

بها دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزي داختصاصي محکمو او داداري فساد دجرمونو دمحکمو جوړول چې دنړيوالې ټولنې  چې له دي  جملې څخه دانګلستان دملاتړسبب شوي دي اغيزمن او دنتيجې وړ وبلل او ددغو محکمو دمادي ملاتړ په خاطر ددغه هيواد دمرستو له امله  قدرداني وکړه .

دانګلستان سفارت دعدلي اوقضايي څانګې مسوولې  په بيلابيلو برخو کې دقضايه قوي  دپرمختګونو له امله خوښي څرگنده کړه  او دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزي  اوداداري فساد  دجرمونو دمحکمو دملاتړ په خاطر دخپل متبوع هيواد ملاتړ څرگند کړ او دغه راز دملي لومړيتوب دپروګرام په تطبيق کې له سترې محکمې سره يې دانګلستان دهمکاريو ددوام ډاډورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته