خبرونهTOPښوونه او روزنه

مولوي ندا محمد ندیم: د تحصیلي نصاب د بیا کتنې کلسټر دې ملي ژبې د بهرنیو ژبو له اغېز څخه وژغوري

 کابل، د مرغومي ۱۱مه، باختر

د هېواد تحصیلي بنسټونو د ژبو او ادبیاتو پوهنځیو د تحصیلي نصاب د بیا کتنې او پراختیا لومړی پړاو کلسټر پیل شو.

د یاد کلسټر په پرانیسته کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي ندا محمد ندیم د علم په پرمختګ او پراختیا کې د ژبو پر ارزښت خبرې وکړې او هر ډول دیني او دنیوي علم یې تر جهل غوره وباله.

ندیم همدارنګه  په ټولو دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو کې پر واحد نصاب د ټینګار تر څنګ وویل چې لوړو زده کړو وزارت دیني او عصري زده کړو ته ژمن دی.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د یو شمېر کړیو له لوري په خبرو کې د بهرنیو ژبو د کلمو کارولو ته په اشارې سره، د کلسټر له ګډونوالو وغوښتل چې ملي ژبې د بهرنیو ژبو له اغېزو وژغوري.

د یاد وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د پرانیستې په دغه مراسمو کې وویل چې ژبه د افهام او تفهیم تر څنګ د فکر، ثقافت او کلتور لېږدونکې ده.

نوموړي ټينګار وکړ، چې د فکر مقابله باید د فکر په وسیله وشي او باید خپلو ارزښتونو، ثقافت، کلتور او نویو پرمختګونو ته په کتو تحصیلي نصاب جوړ کړو.

د یادونې وړ ده، چې د یاد کلسټر لپاره د دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو د استادانو سربېره، د علومو اکاډمۍ د اړوندو ادارو متخصصین رابلل شوي، چې د ۵ کاري ورځو په جریان کې به د هېواد تحصیلي بنسټونو د ادبیاتو پوهنځیو د ۱۳ څانګو پر تحصیلي نصاب کار وکړي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا