ټولنه

له پيښو سره دمبارزې کميټې غونډه جوړه شوه .

کابل باختر دلړم  دمياشتې  څلورمه :
له پيښو سره دمبارزې او دبيړنيو حالاتو  دملي کميټې  فوق العاده غونډه  دافغانستان داسلامي جمهوريت داجراييه رييس ډاکترعبدالله عبدالله په مشرۍ  جوړه شوه .
دغه غونډه د نننۍ زلزلې  دحالت دڅيړنې او  له مصيبت ځپلو کسانوسره دمرستې په کار کې  دجدي تدبيرونو دنيولو په مقصد جوړه شوه .
  دباختراژانس دخبر له مخې ،  نن له غرمې وروسته  د ريکتر په مقياس  داووه اعشاريه اووه درجو په سختوالي  يوې زلزلې  دهيواد  پراخې ساحې  ولرزولې  او ښايي  ددغې زلزلې  له امله  دهيواد په بيلابيلو سيموکې دسرزيان او مالي تاوان اوښتي وي .
  ددغې پيښې  له امله  درامنځته شوي حالت  دڅيړنې په مقصد  دبيړنيو حالاتو دکميټې  فوق العاده غونډه جوړه شوه .
  په دې غونډه کې ډاکترعبدالله عبدالله طرحه کړه دهغو تجربو له مخې چې  ترلاسه شوي دي  ښايي  وروسته هم  دزلزلې ټکانونه احساس شي  او له رسنيو او اړوندو  ادارو څخه وغوښتل  چې خلکو ته  دوقايوي تدبيرونو دنيولو  لارښوونه وکړي .
  اجراييه رييس وويل  په هغو لومړنيو رپوټونو کې چې دبدخشان  ، ننګرهار ، تخار  او دکابل  له ولايتونو څخه رارسيدلي دي نننۍ زلزلې  دسرزيانونه او مالي تاوانونه  اړولي دي .
  اجراييه رييس دتخار دوالي  له خولې وويل  چې ددغې پيښې له امله دنجونو  په يوه ښوونځي کې يوولس تنه  زده کوونکي نجونې شهيدانې شوې دي .
  ده  دبيړنيو مرستو  درسولو په مقصد  په عمومي پيوستون ټينګار وکړ  او دعامې روغتيا وزارت ته يې لارښوونه وکړه چې  ولايتي  او مرکزي روغتونونه دې  ددغې پيښې ټپيانو ته  دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو لپاره بشپړ تياري ولري .
  دده  د څرګندونوله مخې ښايي  نننۍ زلزلې  دسرزيات زيانونه او مالي تاوانونه اړولي وي .
په دې غونډه کې  مصيبت ځپلو ولايتونو ته دمرستې رسولو  حالت  او څرنګوالي  څيړل کيږي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته