سیاست

د مشرانو جرګې په غونډه کې دپلټنې د عالى اداري دقانون طرحه تصويب شوه

کابلباخترد زمري ٢٢

دسنا مجلس درئيس فضل هادي مسلميار په مشري د مشرانو جرګې په ننني غونډه کې دپلتنې د عا لي اداري دقا نون طرحه له ځينو تعديلاتو سره يې تصويب شوه

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ددغه قا نون طرحه چې د تقنين ، عد لى او قضا يي چارو په کميسيون کې څيړل شوې وه د سنا تور مولوى غلام محى الدين منصف ، د مشرا نو جرګې د منشي د نايب سيد عزيز الله الفتي اودسنا تور حا جى عبدالله له خوا ماده په ماده غونډې ته ولو ستل شوه او په ځينو تعديلو نو سره درايوپه اکثريت په دوو فصلو نو او اوو ويشتو مادو کې تصويب شوه

دغه قا نون د اساسي قا نون د ٥٠ او ٧٥ مادو په رڼا کې د عا مه شتمنيو دسا تنې په مقصد وضع شوې ده

 دغه راز د افغانستان د اسلا مى جمهوريت اود ايټاليا جمهوريت ترمنځ ددوه اړخيزې اوږد مهالى همکاري موافقه ليک ، داټومى تروريزم (دهشت ګرى ) دعملو نو دځپلو  لپاره نړيوال کنوانسيون اودسو دا ګرۍ اود خدمتونو په باب د  اسيا د جنو ب دسيمه ييزو همکاريو دسا زمان (سارک)  موافقه ليک چې د مشرا نو جرګې ته رسيدلى و معر فى شول اود تدقيق اومطالعا تو په مقصد د مشرانو جرګې د نړيوالو چارو کميسيون او نورو کميسيو نو نو ته وسپارل شول .

 په غونډه کې دغه راز دهغو نهو تنو ايرا نى اتباعو په نا مه چې دطالبانو له خوا په دغه ښار کې وژل شوى و په مزار شريف ښار کې ديو واټ دنومولو خبر له جدى غبرګون سره مخامخ شو او څرګنده شوه چې دغه شان فرهنګي يرغل د هيواد خلکو ته د منلو وړ نه دى ، خوداطلاعا تو او فرهنګ وزارت له خولې وويل شول چې دغه وزارت ددغه شان نومونې په باب معلو ما ت نه لري اود جمهوري رياست مقام هم په دى اړوند کوم حکم نه دى صادر کړي سره له دى هم د مشرا نو جرګې ددينى او فرهنګى چارو کميسيون موظف کړى شو چې دغه موضوع دى دبلخ ولايت دمقا ما تو په ګډون له بيلا بيلو لارو وڅيړى اود نتيجې په باب دى مجلس ته رپوټ وړا ندى کړي

 دغونډې په بله برخه کې د لندن د٢٠١٢ کال په المپيا کې د هيواد د ورزشکارا نو ګډون او برياليتو ب اودروح الله نيکپا له خوا د مډال تر لاسه کول اود نثار احمد بها وي برياليتو ب يوځل بيا وستايل شول او په هيواد کې د ورزش دپيا وړ تيا لپاره له دولت څخه دغو ښتنې په ترڅ کې پريکړه وشوه چې ددغو ورزشکارا نو برياليتو ب دى په ښه تو ګه وستايل شي

دغه راز داګست د مياشتې ديوولسمې نيټې دځوا نا نو د نړيوالې ورځې يادونه وشوه اودځينوځوانانو د ورزګارتيا او په نشه يي توکو د هغوى دروږدي کيدو له ا مله انديښنه څرګنده شوه او له اړوندو مرا جعو څخه غوښتنه وشوه چې د هيواد دځوا نا نو د حالت د ښه والى په لاره کې زيا ت تدبيرو نه ونيسي .

دغونډې بله موضوع د هيواد په سرحدى ولايتونو دپا کستان درا کټي بريدو نو په ځوا ب کې ددولت د لا زمو تجويزونو په باب درپوټ د وړا ندى کولو لپاره دمشرا نو جرګې په نننى غونډه کې له ګډون څخه د جمهوري رياست دملي امنيت دشورا دسلاکارډاکتر رنګين دادفرسپنتا ډډې کول و چې د مشرا نو جرګې رئيس د جمهوري رياست له مقام څخه وغوښتل چې دى او هغه مقا مات چې د جمهور رئيس په محور کې دي او نافذ قوا نين ترپښو لا ندې کوى ، تر قا نو ني پو ښتنې لاندې ونيسى او هم يو سنا تور د ماليې د وزير ډاکترعمر زاخيل وال په بانکى حسا ب دپيسو دشتون د تور په باب ددولت په چوپتيا باندې انتقاد وکړ او د مشرا نو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار دعمرزاخيل وال پرخلاف تور يوه رسا نه يي ا وا زه وبلله او ويې ويل چې دغه موضوع تر او سه پورې د عدلى او قضايي مرا جعو له خوا نه ده ثا بته شوې اوديو تور په حد کې ده ، خو ددې غو ښتنه کوي چې يو خيل او له استثنا پرته دقوا نينو دتطبيق په مقصد بايد دجګپوړو مقا ماتو په ګډون هغه پيژندل شوې مقا ما ت چې د مالى فساد په سترو قضيو او له دې جملې څخه د کا بل بانک په موضوع کې لاس لري تر پو ښتنې لاندې ونيول شي او په هيواد کې د ما لى فساد د له منځه وړلو په کار کې د هيواد دخلکو اود  نړيوالې ټولنې انتظاردى پاى ته ورسول شي

 دغه را ز د هيواد مرکزي سيمو ته دغځيدلو لارو په تيره بيا د ميدان وردګو په سا حه کې په نا امني چې ترورستانو او شو کمارو په وار وار بيګناه سپرلۍ وژلي دي اود وحشت اوډار فضا يې  برا بره کړې ده اودغه را ز په خپل وخت له کابل څخه خپل ولايت ته ددفاع وزارت د منسو بينو دشهيدانو د مړو په تيره بيا دبدخشان ولايت دشهيدا نو په ليږدونه کې په ځنډ اود ملي امنيت درياست په کاري کمزور تيا و انتقاد وشو او دمشرا نو جرګي ددفاعى چارو کميسيون ته دنده وسپارل شوه چې له اړوندو مسوولينو سره په اړيکه کې دى په دغو برخو کې جدى پا ملرنه و کړي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته