کابل باختر د غبرګولي اوولسمه :
دملي دفاع وزارت دسرپرست ډګرجنرال عبدالله خان د ډاډ ګيرنې پيغام .
په ژورې خواشينې او خپګان سره مې خبر ترلاسه کړ چې په ملي شورا کې دکابل دخلکو استازى شيرولي وردګ پرون په يوه تروريستي پيښه کې شهيد شو .
ددغه محترم ورور دشهادت له امله دده دکورنۍ غړو ، خپلوانو او د افغانستان دملي شورا غړو ته د ډاد ګيرنې مراتب وړاندې کوم او دلوى خداى (ج ) له دربار څخه ارواښاد ته دفردوس جنت او پاتې کسانو ته يې دجميل صبر هيله کوم .
دملي دفاع وزوارت دسولې او امنيت ددښمنانو دغه وحشيانه او تروريستي عمل غندي اوژمنه کوي چې دافغانستان دخلکو ددښمنانو ددغې تروريستي پيښې عاملين به دخپلو ناوړو عملونو په سزا ورسوي .
0 1 دقیقه لوستل