امنیت

چارواکي: په هلمند کې ۹۰۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

لښکرګاه/ د غبرګولي ۵ مه/ باختر
په هلمند کې د ۲۱۵میوند قول اردو مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې په تېرو دریو اوونیو کې ۷۰۰ طالبان وژل شوي او ۲۰۰ نور یې ټپيان شوي دي.
د میوند قول اردو قومندان تورن جنرال سمیع سادات نن د یوې خبري ناستې پر مهال رسنیو ته وویل چې دغه وسله وال طالبان د هلمند په بولان، بشران ،ناوې، نادعلي او یو شمېر نورو سمیو کې د افغان ځواکونو په هوایي او ځمکنيو عملیاتو کې وژل شوي اوپه وژل شويوکې یو شمېر جګپوړي طالب قوماندان هم شامل دي.
د سادات په وینا طالبانو د لښکرګاه ښار د نیولو په موخه ۷۰۰ بریدونه ترسره کړي؛ خو افغان ځواکونو بېرته پر شا تمبولي او درنه مرګ ژوبله یې هم ورته اړولې ده.
سمیع سادات افغان ځواکونو ته اوښتي تلفات یوازې ۵ سلنه یاد کړل، خو کره شمېره یې په ډاګه نه کړه.
قومندان زیاته کړه چې په دغه ولایت کې د القاعدې شبکې جنګیالي هم پوره حضورلري چې په دغو عملیاتو کې ۳۰ د القاعدې غړي هم وژل شوي دي.
سادات زیاتوي چې په عملیاتو کې ۵ هوايي بریدونه امریکايي ځواکونو پر وسله والو طالبانو کړي دي.
که څه هم وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې خپل لورته د ور اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو د دغه ولایت امنیتي مسوولین په داسې حال کې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې د اوښتو خبر ورکوي چې تر اوسه د ۶ ولسوالیو په ګډون د لښکرګاه ښار څلورمې حوزې باباجي کې د افغان ځواکونو عملیات دوام لري.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته