امنیت

دطالبانو دډلې يو قوماندان په بادغيس کې ونيول شو .

کابل باختر د وري پنځه ويشتمه :
دوسله والو طالبانو يوقوماندان په بادغيس کې دملي اردو دځواکونو له خوا ونيول شو .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر دباختراژانس خبريال ته خبر ورکړ دوسله والو طالبانو دډلې يو قوماندان دبادغيس ولايت په مقر ولسوالۍ کې  دملي اردو دځواکونو  دامنيتي فعاليتونو په بهير کې ونيول شو .
  دغه نيول شوى قوماندان دتروريستي فعاليتونو دپروګرامونو په جوړولو په واټونوکې دماينونو په ښخولو او دپوځيانو په کاروانونو په بريدونو کې فعال رول درلود .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته