نړۍ

په ايران کې دسختې زلزلې له ا مله څه نا څه دوه سوه پنځوسو تنو ته مرګ ژوبله او شتې ده

تهران رويترزباخترد زمري ٢٢

د ايران په شمال لويديځ کې تيره شپه د زلزلې ددوو سختو ټکانونو له ا مله څه ناڅه دوه سوه پنځوس تنه ووژل شول او څه دپاسه يو زرو پنځه سوه تنه ټپيان شول.

دامريکا دجيو لو جې اداري د زلزلې د لو مړۍ ټکان سختو الى دريکتر په کچه شپږ اعشاريه څلوردرجې ثبت کړى دى او ژور والۍ يي دځمکى په نهه اعشاريه نهه کيلو مترى کې ثبت کړى دى

 ددويمې زلزلې سختو الى دريکتر په کچه شپږ اعشاريه درې درجى او ژوروالى يي ورته ښود لى دى او له لو مړۍ زلزلي يوولس دقيقي وروسته شوې ده

د ايران رسنيو وويل: له دغو دوو زلزلو وروسته د زلزلې څه ناڅه پنځه پنځوس ټکا نو نه ثبت شوى دى

 څه نا څه دوه سوه لس تنه په ورزقان او واهرسيمو کې د ويجاړو شويو ودا نيو له خاورو څخه را ايستل شوى او څه دپاسه اووه سوه تنه ټپيان رو غتو نو نو ته ليږدول شوي دي .

 د ايران د حکومت ما مورينو وويل : زيات شمير هغو خلکو چې په دغو زلزلو کې ټپيان شوي دي رو غتيا يي حالت خرا ب بلل شوى او ښا يي دسر د زيان شمير زيات شي

 يو سيمه ييز ما مور وويل: د زلزلې ځپلو سيمو زيات شمير کسانو له کورو نو څخه بهر په وټونو او لنډ مهالو کمپنيو کې شپه سبا کړه اوهغوى خوړو ، او بو او خيمو ته اړ تيالري

دريکتر په کچه دشپږ اعشاريه شپږ  در جى زلزله کې چې په ٢٠٠٣ کال کې په ايران کې وشوه دبم تاريخې جنوب ختيځ ښار په کنډ والو بدل کړ او څه دپاسه ٢٥ زره تنه پکى ووژل شول

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته