کابل باختر د چنګاښ دولسمه :
دوسله والو طالبانو دډلې يومشهور قوماندان دپکتيکا ولايت د برملې په ولسوالۍ کې دملي اردو دځواکونو دچاڼيزوعملياتو په بهير کې ونيول شو .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
دحقاني دشبکې دمهماتو او تجهيزاتو اکمالوونکى او دوسله والو طالبانو دډلې مشهور قوماندان په ملنک مشهور ولي محمد چې په زياترو تروريستي او ورانکارو فعاليتونوکې يې فعال ونډه لرله دپکتيکا ولايت دبرملې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو دځواکونو په چاڼيزو عملياتوکې له دريو تنو ساتوونکوسره يې ونيول شو .
0 د یوې دقیقې څخه لږ