سیاست

د ميدان وردګو نوى والي په کار پيل وکړ

ميدان ښار باختردلړم دمياشتې٢٩نيټه : د ميدان وردګو نوى والي پرون د دغه ولايت کارکوونکو ته معرفي شو او په خپل کار يې پيل وکړ. د باختر آژانس د خبرله مخې: ډګرجنرال مظفرالدين يمين چې نوى د ميدان وردګو د والي په توګه ټاکل شوى دى، د سيمه ييزو ارګانونو د مالي او اداري معين روح الله نيازي له خوا معرفي شو. د ده د معرفي کولو په مراسموکې په ملي او ولايتي شوراګانو کې د خلکو استازو، د ملکي او پوځي ادارومسوولينو، عالمانو، قومي مشرانو، ښځو، ځوانانو او د دغه ولايت د مدني ټولنې غړو ګډون کړى و. پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته