(PS)خبرونه(PS)ټولنه

میدان وردګ: د کابل – کندهار پر لویه لاره د ترافيکي پېښې له امله ۴ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل، د غبرګولي ۱۴مه، باختر
د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل- کندهار پر لویه لاره د ترافيکي پېښې له امله یو تن مړ او ٣ تنه نور ټپيان شوي دي.
د نرخ ولسوالۍ امنیتي مسولینو باختر آژانس ته وویل، چې دغه پېښه د یادې ولسوالۍ اړوند د خواجه بازار په سيمه کې د سراچې او فیلډر موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې، چې په کې د سراچې موټر چلوونکی مړ او فیلډر موټر کې ٣ تنه ټپیان شوي دي.
د مسوولینو په وینا، د پېښې ټپيان د امنيتي ځواکونو له لوري د میدان وردګو ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا