کابل باخترد جوزا دمياشتي٨ نيټه :
دناټو درې تنه عسکر دافغانستان په ختيځ کې ووژل شول .
دغه پوځيان نن سهار دافغانستان په ختيځ کې دجګړه مارو طالبانو په دوو جلا جلا بريدونو کې وژل شوي دي .
ناټو باختراژانس ته ديوې خپرپاڼې په ليږلوسره ددغو دريو تنو بهرنيو پوځيانو وژل کيدل تائيد کړل.
خو ددغو پوځيانو هويت اودپيښې دقيق ځاى يې نه دى په ډاګه کړي.
ددغو پوځيانو په وژل کيدو سره په روان کال کې په افغانستان کې دناټو دپوځيانو دسردزيان شمير يوسلو اتيا تنو ته ورسيد.