
کابل، د غبرګولي ۹مه، باختر
نن د میدان وردګو د چک ولسوالۍ د سیاب درې په چهار کلا سیمه کې د ولسي خلکو لخوا پر ۴ جریبه ځمکه د شهید غني خان په نوم د روغتیايي مرکز د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د چک ولسوال مولوي سردار احمد ثابت د ولسي خلکو دغه نېک اقدام ستاینه وکړه او نورو قومي مخورو، دولت او خیریه موسسو څخه یې وغوښتل، چې یاده ودانۍ په پاخه او اساسي ډول ورغوي، تر څو په کې ولسونو ته معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.
د یادونې وړ ده، چې دغه روغتیايي مرکز د سویډن کمېټې لخوا تمویلېږي او له ننه څخه کابو ۱۳ کاله وړاندې د دغې سیمې خلکو ته منظور شوی، خو تر دې دمه یې ودانۍ نه درلوده او په یوه غیر معیاري هستوکنځي کې یې ناروغانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کول.
لمر