سیاست

مشرانو جرګې غوڼده وکړه:

کابل – باختر د مرغومې دوه لسمه :
د فضل هادي مسلميار په مشرۍ د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې سناتورانو آزادې خبرې وکړې.
د باخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: په دې غونډه کې د مشرانو جرګې غړو د قندهار په هوايي ډګرکې د خليج  د حوزې د هيوادونو د يوې الوتکې د بيړني ناستې، د پاريس په غونډه کې د طالبانو د استازو د څرګندونو، دولت ته دخصوصي هوايي شرکتونو له خوا د مالياتو د نه ورکولو، دپاکستان له جيل څخه دطالبانو دخلاصون، د ژمني رخصتى په ګډون، د بېلابېلو مسئلو په باب خبرې وکړې  .
د مشرانو جرګې غړو له حکومت څخه وغوښتل چې دخليج دحوزې دهيوادونو د الوتکې د ناستې څرنګوالې وڅيړي .
دمجلس غړو په پاريس کې دطالبانو د استازي څرګندونې چې ويلي يې دي چې موږ د پښتنو په استازيتوب جنګيږو؛ په کلکه وغندلې او وې ويلي: هغه کسان دخلکو استازيتوب کولي شي چې دخلکو راى له ځان سره ولري.
دمجلس غړو دطالبانو د بنديانو خلاصون د سولې دبهير دپرمختګ په خاطر يو ګام وباله او څرګنده يې کړه چې داسې تضمين موجود وي چې آزاد شوي کسان بيا له طالبانو سره نه يو ځاى کيږي .
دمشرانو جرګې رييس د دولتي ځمکو دغضب په باب وويل  چې بايد په هيواد کې دځمکه وال قانون تصويب شي .
ده وويل : د قانون ترتصويب پورې دې دغاصبانو دنومونو له افشاکولو څڅه ډډه وشي.
د مجلس اړوندو ادارو ته دنده وسپارله چې دافغانسان دخصوصي هوايي شرکتونو دمالياتو په ترلاسه کولو اقدام وکړي .
دمشرانو جرګې ددغه مجلس د ژمني رخصتى د پيل نيټه د روان کال د سلواغې لومړۍ نيټه تصويب کړه .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته