سیاست

په پاکستان کې دجمعيت علماي اسلام غونډه ، دپاکستاني طالبانود کنترولولو لپاره يو خوځښت .

کابل باختر دوري  شلمه :
دافغانستان حکومت دپاکستان  له جمعيت علماي اسلام څخه غوښتي دي  چې په افغان طالبانودې له خپل نفوذ څخه  کار واخلي او هغوى دې ته اړ باسي  چې خپله وسله  پرځمکه  کيږدي .
دباختراژانس خبريال ليکي ، دپاکستان جمعيت علما ددغه ګوند دجوړيدو دسلمې کاليزې  جشن جوړ کړ ، ددغه ګوند دجوړيدو دنمانځنې په مراسمو کې  انګلستان او سعودي عربستان په ګډون دنړۍ  ديو پنځوس هېوادونو دسياسي اومذهبي  ګوندونو استازو ګډون کړي و .
دسعودي عربستان  دمذهبي چارو وزير صالح  عبدالعزيز او د مسجد الحرام او د مکې مکرمې  نايب امام  صالح بن ابراهيم ددغو مراسمو په برخه والو کې  شامل و .
سره له دې چې دانګلستان په ګډون  دنړۍ ديو پنځوسو هېوادونو دسياسي او مذهبي ګوندونو استازو ته  په دې غونډه کې دګډون بلنه  ورکړشوې وه  افغان روحانيونو او دهند دمسلمانانو دټولنې استازو او دايران  دروحانيونو استازي ته  هم په خاص دليل په دې غونډه کې دګډون  بلنه  نه وه ورکړى شوى  .
ټاکل شوې ده  چې ددغه ګوندپه غونډو کې له پاکستاني طالبانو څخه وغوښتل شي  چې خپلې وسلې پرځمکې کيږدي او له جمعيت علما سره  يو ځاى شي .
دغه راز دمکه مکرمې نايب امام صالح بن ابراهيم دپاکستان دحکومت پرخلاف  دپاکستاني طالبانو دجګړې  دبندولو په برخه کې  يوه فتوا صادره کړي .
  دافغان سياسي کارپوهانو په باور  دپاکستان دجمعيت علما غونډه  چې ددغه ګوند  دجوړيدو دسلمې کاليزې په پلمه  جوړه شوې ده دپاکستان داستخباراتي سازمان په ګډون  په دغه هېواد کې  ديوشمير کړيو له خوا يوحرکت دى  چې هلې ځلې کيږي  چې له پاکستان څخه بهر دمذهبي کړيو پاملرنه  دغه هېواد ته  متوجه کړي . او دپاکستاني طالبانو په ګډون  دافراطي ګوندونو دفعاليتونو په کمښت کې  همکاري وکړي .
  همدا اوس  دپاکستان يوشمير ګوندونه او مذهبي سازمانونه  چې يو وخت يې  ددغه هېواد  داستخباراتو دموخو او پروګرامونو دعملي کولو لپاره  فعاليت کاوه  اوس  له کنترول څخه  وتلي دي او دتمويليدو لپاره  دسرچينوپه پيداکولو سره يې په پاکستان کې  امنيتي حالت له چلنج سره  مخامخ کړى دى .
دپاکستان  حکومت او دپوځي استخباراتو سازمان  په دې برخه کې دخليج د حوزې  په هېوادونوکې  د ځينو کړيو په نسبت  په شک اوګومان سره  ګوري او دا په داسې حال کې ده  چې په پاکستان کې زياتره هغه ديني مدرسې چې په عمده توګه د مولانا فضل الرحمن او ددغه ګوند ديو بل اړخ  دمشر مولانا سميع الحق  په مشري  دپاکستان  دجمعيت علما له خوا رهبري کيږي  دخليج دحوزې  دهېوادونو په تيره بيا  دقطر او سعودي عربستان له خوا تمويليږي او افغان او پاکستاني طالبان خپل  زيات  سرتيري استخدامول  له همدغو مدرسو څخه  ترسره کوي .
دغه کارپوهان وايي  چې جمعيت علماي  اسلام دپاکستان دزياترو تند لارو او افراطي ډلو  له  فکري مراجعو څخه بلل کيږي  اوپه پاکستان کې  دمذهبونو او قومونو  ترمنځ  دتفرقې په پيداکولو کې شهرت لري .
  په پاکستان کې دوه مشهور مذهبي  مشران  مولانا فضل الرحمن او مولانا سميع الحق  دافغان طالبانو د معنوي پلرونو په توګه  بلل کيږي ، دغه دوه تنه  په افغان طالبانو د اغيزمنو اشخاصو له جملې څخه دي  او دهغوى په زياترو تصميم نيونو کې  رول لري .
دهمدې اصل له مخې  دى  چې افغان مقامات  دپاکستان  د جمعيت علماي اسلام  له مشرانو څخه  غواړي  چې دافغان طالبانو په وړاندې  دې له خپل نفوذ څخه  کار واخلي  او هغوى پر ځمکې  دخپلو وسلو ايښودلو او د سولې بهير ته  مخې کولو ته  اړباسي .
  دحج او اوقافو وزارت معين  داعي الحق  عابد وايي  هيله لرو  چې دپاکستان د جمعيت علماي اسلام په غونډه کې هغه هم  دکعبې شريفې دنايب امام په ګډون دمذهبي شخصيتونو  په شتون دافغانستان په وړاندې او له ډار اچونې سره  د مبارزې  دڅرنګوالي په اړوند يو ښه دريځ غوره کړي او په افغانستان او سيمه کې  دثبات داعاده کولو لپاره  يو روښانه پيغام ولري . خو افغان سياسي کارپوهان  لرې  بولي  چې دپاکستان مذهبي ټولنې چې  ددغه هېواد د استخباراتي کړيو له تصميم نيونو څخه  زياتې اغيزمنې دي ، په افغانستان کې دثبات داعاده کولو لپاره  ګام واخلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته