نړۍ

روسيه شپږ الوتکې وړونکې بيړۍ جوړوي

مسکوباختر د زمري د مياشتې١٠
دروسيې ،امريکا اودشمالي اتلانتيک  دتړون ( ناتو) ترمنځ  دسياسي _ پوځي  تاوتريخوالي  له زور اخستو سره جوخت  ، مسکو دشپږو الوتکې وړونکو  بيړيو  دجوړولو دپروګرام  خبرورکړ .
  دايرنا دخبرله مخې ،  دروسيې فدراسيون دشورا  ددفاعي او امنيتي کميسيون مرستيال  فرانتس  کلينتسويچ ددوشنبې په ورځ  ددغه خبرپه اعلامولو سره وويل  چې په نږدې راتلونکې کې به  دشپږو الوتکې وړونکو  بيړيو  جوړولو کار پيل شي .  کلينتسويچ  دروسيې  _ ١  په ټلويزيوني شبکه کې وويل  چې دغه هېواد به  خپلې الوتکې وړونکي بيړۍ  پياوړي کړي.
  روسيې دسمندري ځواکونوقوماندان ولاديميرکورولوف هم په دې وروستيووختو کې  ددغه هېواد په بيلابيلو سيموکې  دسمندري ماموريتونو دترسره کولو لپاره  ددغه هېواد دالوتکې وړونکو  بيړيو دقطعاتو دپراختيا دپروګرام  خبرورکړ .
په اوس وخت کې  روسيه  يوازې  د ادميرال کوزنتسوف په نامه يوه الوتکې وړونکي  بيړۍ  لري  چې له پخواني شوروي اتحادڅخه  په ميراث پاتې شوې ده .
  په داسې حال کې چې درارسيدلو خبرونوله مخې دامريکا دفعالو الوتکې وړونکو  بيړيو شمير  دولسو ته رسيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته