فرهنګ

ديوې افغان ميرمني لاسي کار په ترکيې کې ديونسف په نندارتون کې لومري شو

 کابل باختر دليندۍ دمياشتې ١٥:
په انفره کې ديوې افغانې ديپلوماتې ميرمني  لاسي کار چې يو افغاني کميس دى په هغه نندارتون کې چې ديونسف له خوا جوړشوى و،وپلورل شو.
دباخترآ ژانس دخبرله مخې :  په  دغه کميس کې دمريوګنډولوپه ډول  دافغانستان نخچه او بيرغ  ښکلى کړاى شوي و، او لومړنى کميس و چې دانقرې په  نندارتون کې وپلورل شو .
دغه راز په دې نندارتون کې ديوې فلندي ديپلوماتې ميرمنې لاسي اثر دويم او ديو ترکي مشهور سوداګر دميرمنې اثر دريم  شو.
له دغه  نندارتون څخه ترلاسه شوې پيسې دملګروملتو دسازمان دماشومانو دملاتړ صندوق يا يونسف ته ورکول  کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته