ورزش

دباسکل ځغلولو سيالۍ پيليږي.

کابل – باختر دمرغومې څلورمه :
ټاکل شوې ده دالمپيک دملي کميټې دبايسکل ځغلولو فدراسيون دبايسکل ځغلولو سيالۍ په کابل ښارکې پيل کړي.
دباختر آژانس دخبرله مخې ، دغه سيالۍ دشفافيت جام ترعنوان لاندې دپنځه شپيتو کيلومترو په واټن پيليږي .
دبايسکل ځغلولو سيالۍ دالمپيک له ملي کميتې څخه پيل اودپرون ترولايت پورې دوام ورکوى.
دالمپيک دملي کميټې دبايسکل ځغلولو فدراسيون رييس محمد صادق صادقى وويل : دغه سيالۍ چې په دې وروستيو کې دالمپيک دملي کميټې دمشرتابه هيئت دشفافو او آزادو انتخاباتو دترسره کيدو په وياړ دچارشنبې په ورځ پيليږي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته