کابل_ باختر دکب دولسمه :
د افغانستان دعالمانو سراسري شورا دپاکستان دعالمانو د شورا وروستى څرګندونې د اسلام د مبين دين د ارشاداتو پرخلاف وبللې .
دافغانستان دعالمانو سراسري شورا په دې باب چې ځانمرګي بريد په پاکستان کې ناروا او په افغانستان کې جايز دى؛ دپاکستان دعالمانو شورا د رييس د وروستيو څرګندونو پرخلاف غبرګون کې يوه اعلاميه خپره کړې ده.
دباختراژانس دخبر له مخې: په دې اعلاميه کې ويل شوى دى چې دغه شان څرګندونې د قرانکريم د قطعي نصوصو او د نبوي احاديثو پرخلاف دي او د سياسي او استخباراتي لمسوونکوتبليغاتو يوه برخه ده چې نه يواځې هيڅ راز ستونزه نه حل کوي؛ بلکې دمسلمانانو ترمنځ د زياتې فتنې او ستونزو سبب کيږي.
ددغې اعلاميې په پاى کې ټينګار شوى دى چې دغه شان څرګندونې په هيڅ صورت کې د قران عظيم الشان او د نبوي سنت پربنسټ تکيه نه لري .
1 1 دقیقه لوستل