کابل باختر د کب څليرويشتمه :
په غور ولايت کې يوه ميرمن پرون په مرموز ډول ووژل شوه .
دغور دوالي وياند عبدالحي خطيبي دباختراژانس خبريال ته وويل :دغه ميرمن دکورني تاوتريخوالي له امله دخپلې خواښې او خسر له خوا وژل شوې ده .
ده زياته کړه :دغه ميرمن خيرالانسا نوميده او دغور ولايت ددولت يار ولسوالۍ دبازکانو دکلي اصلي اوسيدونکې و چې دخپلې خواښې او خسر له خوا ددوى په کور کې وژل شوې ده .
خطيبي زياته کړه چې پيښه څيړل کيږي او پوليسو ددغې ميرمنې خواښې او خسر ددغې پيښې په تور نيولي دي .
6 د یوې دقیقې څخه لږ