ورزش

د افغانستان د کرکټ درې نامتو ستوري د هند په لیګ کې ګډون ته چمتو دي

کابل / د وري / ۱۲/ باختر
د افغانستان د کرکټ درې نامتو ستوري د هند په لیګ کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته روان شول.
راشد ارمان ، مجیب ځدران او نبي عیس خیل د افغانستان له ملي ټیم سره په نړیوالو سیالیو کې له ګډون وروسته هند ته لاړل چې د نړۍ د کرکټ په ستر لیګ کې د ښه ګډون لپاره چمتو شي .
د هند د ای ـ پي ـ ال د کرکټ د نوي لیګ نوی فصل ډیر ژر پیلېږي .
راشد ارمان ، مجیب ځدران او نبي عیس خیل درې واړه د حیدر اباد د سنرایزر ټیم لپاره توپ وهنه کوي .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته