نړۍ

په چېن کې د ډبرو سکرو په کان کې دچاودنې له امله ١٤ تنه ووژل شول

بيجينګ – باختر  د وږي  ديارلسمه
  په چېن کې د ډبرو سکرو  په يوکان کې دچاودنې له امله  څه ناڅه څوارلس تنه ووژل شول يو تن بې درکه شو او يوولس تنه نور ټپيان او په روغتونونوکې بستر شول .
  داسوشيتد پرس دخبري اژانس دخبر له مخي، دغه چاودنه تيره شپه هغه وخت وشوه چې په لسګونو  تنه  کان ايستوونکې  دجيانکزي ولايت د ډبرو سکرو په يو کان کې په کار بوخت وو.
يوه اړونده خبرځاى وويل:  درې ويشت تنه په دې  بريالي  شوي دي چې له دغې پيښې څخه روغ رمټ پاتي شي.  داپه داسې  حال کې ده  چې  څو ورځې مخکې دچېن په سيچوان  ولايت  کې د ډبرو سکرو په يوکان کې د ورته پيښې له امله ٤٤ تنه ووژل شول .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته