کابل / باختر/ د کب دمیاشتې ۱۹مه
يو وسله وال طالب پرون په غور ولايت کې په خپلمنځي نښته کې ووژل شو.
د غور د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سيد ضيا حسيني د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه نښته د ځنګلونو د غوڅولو پر سر د شهرک ولسوالۍ د ګنج په سيمه کې رامنځته شوه چې له امله يې يو تن ووژل شو او يو تن بل د بلې ډلې له خوا اسير شو.
ويل کېږي چې د طالبانو افرادو په وار وار د دغو ځنګلونو د غوڅولو پر سر له يو بل سره جګړه کړې ده.
پاى سعيده ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ