امنیت

لس وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل/ د مرغومي١٢مه/ باختر
د هېواد هوايي ځواکونو په روزګان کې د وسله والو طالبانو پر سنګرونو بريدونه وکړل.
په بريدونوکې ١٠ وسله وال طالبان ووژل شول او يو شمېر نور يې ټپيان شول.
د رارسېدلو خبرونو له مخې: پر دغو وسله والو طالبانو تېره شپه کله چې په دهراوود ولسوالۍ او د ترينکوت ښار ته څېرمه په خپلو سنګرونوکې راټول شوي وو، بريدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په بريدونوکې ١٠ وسله وال طالبان وژل شوي او د هغوى سنګرونه له ټولو جنګي وسايلو سره يې له منځه تللي دي.
د يو بل خبرله مخې:
د روزګان پوليسو نن سهار د دغه ولايت له ګڼ مېشتو لارو څخه د نهو ماينونو په کشف سره د يولړچاودنو مخه ونيوله.
ختم- ج – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته