ټولنه

د ملي امنيت منسوبينو د وروستيو سيلاوونو له مصيبت ځپلو سره نغدې مرستې وکړې

کابل باختردثوردمياشتې ١٣ :
د ملي امنيت مشرتابه هيئت او کارکوونکو د انسان دوستۍ په احساس او درک سره له خپلومعاشونوڅخه د بدخشان، جوزجان، بادغيس، سرپل او د فارياب د ولايتونو  د وروستيو پيښوله مصيبت ځپلوکسانو سره د مرستې اعلام وکړ.
د ملي امنيت د ادارې مشرتابه هيئت اوکارکوونکو د بدخشان ولايت له زيانمنوشويوکسانوسره د دوو مليونو افغانيو ، د جوزجان ولايت له مصيبت ځپلو کسانوسره د شپږ سوه زرو افغانيو، د سرپل ولايت له مصيبت ځپلو کسانوسره  د شپږ سوه زرو افغانيو، د فارياب ولايت له مصيبت ځپلوکسانو سره د څلورسوه زرو افغانيو او د بادغيس ولايت له مصيبت ځپلوکسانو سره د درې سوه زرو افغانيو د مرستې اعلام وکړ چې په ډير لنډ ممکن وخت کې به دغه مرستې د لومړنيو توکوپه ډول په زيانمنو شويوکسانو وويشل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته