امنیت

څلور وسله وال طالبان په ننګرهارکې ووژل شول

 کابل / باختر/ د زمري ١٠مه
په ننګرهارکې پرون څلور وسله وال طالبان ووژل شول.
د۲۰۱ سېلاب قول اردو د رسنیو دفتر د يوې خبرپاڼې په استولو سره باختر آژانس ته ويلي دي چې د ننګرهار د پچیرآګام ولسوالۍ په سلیمانخېلو تنګۍ کې د ایتلاف د هوایي ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د وسله والو طالبانو پر پټنځيو برید وکړ او څلور وسله وال طالبان يې ووژل.
خبرپاڼه زياتوي: په بريد کې د دښمن يوه داشکه او څو پټنځايونه ويجاړ شوي دي او هېچا ته زیان نه دی اوښتی.#
پاى – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته