خبرونهاقتصادټولنه

نقلیه وسایطو ته د ټرانسپورټي او ترافيکي اسنادو د وېش په موخه واحد مرکز پرانيستل شو

کابل، د تلې ۱۱مه، باختر

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت له لوري هېوادوالو ته د لا ډېرو اسانتیاوو د رامنځته کولو او د وخت له ضایع کېدو څخه د مخنیوي په موخه د کابل په ګمرک کې د بې اسنادو باروړونکو او مسافروړونکو وسایطو د ترانسپورټي او ترافيکي اسنادو د وېش په موخه واحد مرکز پرانیستل شو.

دغه طرحه د ترانسپورټ او مالیې وزارتونو او د ترافیکو لوی ریاست له لوري په ګډه د ترانسپورټي ستونزو د حل کمېسیون له خوا جوړه او د اسلامي امارت د کابینې له لوري منظور شوې ده.

د یاد مرکز په جوړېدو سره به بې اسناده موټر د اسنادو د ورکړې لړۍ لا چټکه او د وخت له ضایع کېدو څخه به مخنیوی وشي.

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د ترانسپورټي خدمتونو د تنظیم او عرضې رئیس انجنیر احمد جاوید فیضي په خبره په دغه واحد مرکز کې به ټولو هغو وسایطو ته چې ترافیکي اسناد نلري اسناد ورکول کېږي او همدارنګه هغه وسایط، چې ترافیکي اسناد لري، خو ترانسپورټي اسناد نلري هغوی ته به ترانسپورټي اسناد ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د نقلیه وسایطو یو شمېر خاوندانو د اسنادو اخېستلو پر مهال او طی مراحلو د لړۍ له اوږدوالي او پیچلتیا څخه سرټکاوه.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا