
کابل، د غبرګولي ۵مه، باختر
د نیمروز د چهاربرجک ولسوالۍ په دک دیله کلى کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي او بېرته راګرځولو تخنیکي کميټې لخوا ۵ زره ٧٢ جریبه دولتي ځمکه تثبیت شوه.
د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ او یادې کمېټې رئیس، مولوي عبدالخالق حکیمالله باختر آژانس ته وویل، چې د چهاربرجک ولسوالۍ په دک دیله کلي کې د عملیاتي پلان له مخې، ۵ زره ۷۲ جریبه ځمکه د املاکو د دفترونو او کادستري نقشې له مخې تثبيت او جلا شوه.
حکیم الله زیاته کړه، هغه کسان چې د تثبیت شویو ځمکو په سیمو کې دعوه لري کولای شي د راتلونکې یکشنبې او سهشنبې په ورځو کې خپل اسناد د عدلیې ریاست د دولتي قضایاوو آمریت ته وسپاري.
د یادونې وړ ده، چې د یادې کمېټې له جوړېدو وروسته په نیمروز کې زرګونه جریبه دولتي ځمکه تر دې دمه تثبیت شوې ده.
لمر