
کابل، د زمري ۷مه، باختر
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست له لوري په مرکز جلال آباد کې د مرکز او ولسوالیو ۱۹ کلبونو ۱۵۰ جوړو ۳۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ د تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو کټګوریو په مختلفو وزونونو کې ترسره شوې او موخه یې سپورټ ته د ځوانانو هڅول یاد شوي دي.
د دغو سیالیو په مراسمو کې د یاد ولایت سپورت مسولینو، امنیتي چارواکو او د سوک وهنې مینوالو ګډون کړی و.
د یادونې وړ ده چې یادې سیالۍ د ورزشکارانو د هڅونې او سالمې تفرېح په موخه د یوې ورځې لپاره ترسره شوې.
لمر