امنیت

دملي دفاع وزارت : په ننګرهار کې دهوايي عملياتو دڅرنګوالي په باب تحقيق کيږي .

 کابل باختردتلې د مياشتې  ٨  :
دملي دفاع وزارت وياند وايي چې په ننګرهار ولايت کې دامريکايي ځواکونو  دهوايي عملياتو په باب  تحقيق کيږي .
دملي دفاع وزارت وياند دولت وزيري  باخترآژانس ته وويل :   دکشفي او استخباراتي رپوټ له مخې :دافغانستان او دامريکا دهوايي ځواکونو له خوا دننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې  د داعش دګروپونو دشتون په باب  له هر اړخيزې څيړنې وروسته تصميم ونيول شو چې ددغو  ګروپونو سنګرونه   په هوايي عملياتو کې  له منځه يوړل شي.
په همدې ملحوظ دروان کال دتلې دمياشتې  د٦پر٧  شپې سيمه تثبيته شوه او هوايي بريدونه ترسره شول  چې له امله يې  يوشمير کسانو ته مرګ ژوبله واوښته  خو يوشمير رسنيو دملکي وګړو د مرګ  ژوبلې په باب يولړ  مطالب خپاره کړل  چې دملي دفاع وزارت  په سملاسي توګه د موضوع دتدقيق په خاطر  يو کميسيون وټاکه  چې پيښه  په هر اړخيزه توګه و څيړي او نتيجې  يې له هېوادوالو سره شريکې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته