خبرونهاقتصاد

ننګرهار: د هډې مالدارۍ فارم څخه هره ورځ سلګونه لېټره تازه شیدې لاسته راځي

کابل، دلېندي ۸مه، باختر

د ننګرهار د کانال ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د مالدارۍ فارم له لارې د ورځې ۳۵۰ لېټره تازه شيدې ترلاسه کېږي.

د ننګرهار د کانال ریاست مسوولینو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې دغه فارم په ۱۷ جریبه ځمکه کې جوړ شوی، چې په کې له ۳۰۰ زیات څاروي ساتل کېږي.

مسوولینو زیاته کړه چې په دغه فارم کې له ۵۵ غواګانو څخه هره ورځ ۳۵۰ لېټره شیدې او د میاشتې شاوخوا ۱۳ زره لېټره تازه شیدې ترلاسه کېږي.

ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا